کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خونې مسوولینو ويلي، چې سږ کال له دغه ولایت څخه د ۹۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تر ۱۶ زره ټنه زیات انځر بهر ته صادر شوي دي.
بل لور بیا د انځرو سوداګر شکایت کوي چې لا يې هم بانکي ستونزې نه دي حل شوي او د صادراتو پر مهال د پاکستان پر لار له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي.
دوی د پاکستان پرځای د نورو بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کوي.
د افغانستان انځر یو له اغېزمنو حاصلاتو دي، چې نړۍ کې له ځانګړي ارزښته برخمن دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/