کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د خپرې شوې څېړنې له مخې اټکل شوی، چې په زر هکتاره ځمکه کرل شوي ریحان به تر ۱۱ زره ټنو حاصلات ورکړي.
د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال په کندهار کې ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایې، ژېړۍ، میوند، شاولیکوټ او بولدک ولسوالیو کې یې د کرنې اندازه د نورو ولسوالیو په نسبت زیاته ده.
د کرنې ریاست کندهار کې د ریحانو حاصل زیاتوالي لامل آباد کال او کافي اوبو شتون په ګوته کوي.
ریحان د باکټریا او مکروب ضد خاصیت په درلودلو سره د ستوني درد، عصبي ارامتیا او ځینو نورو نارغیو لپاره ګټور دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/