معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون کوي

سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د حج اوقافو وزارت ويلي، تمه ده چې سږ کال له افغانستان څخه د ۸ زره ښځو په ګډون ۳۰ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، د حاجیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي. د دوى په وينا، د حج د مراسمو د لا ښه تنظيم په موخه يې د هغو ښوونکو لپاره چې په دې مراسمو کې له حاجيانو سره مل وي، د پوهاوي اووه ورځنى سيمينار پيل کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سیمینار کې به د لارښوونو او همدا راز د حاجیانو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل شي، څو حاجیان د حج په مراسمو کې له کومې ستونزې سره مخ نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د حج د مراسمو پر مهال حاجيان له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د حج اوقافو وزارت وايي، هڅه کوي چې حاجيان له ستونزو سره مخ نشي او ټولې اسانتياوې ورته برابرې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس