کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ نېټه):
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، د تېرو دوو ورځو راهیسې هېواد کې د بارانونو او واورې اورېدو له امله درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت په خبره ۷ سوه ۵۶ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، هېواد کې د وروستۍ زلزلې پر مهال هم د مړو شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د وري د لومړۍ نېټې په دغه زلزله کې څه باندې ۸ سوه کورونه په نیمه او بشپړ ډول هم نړېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/