کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حـ ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ د سیاسي دفتر مخکینی مشر شـ ـهید یـ ـحی الـ . ـسنوار د مصر رصد ټلوېزیوني شبکې د ټولپوښتنې له مخې د عربي نړۍ د ۲۰۲۴ کال غوره شخصیت وټاکل شو، چې ۸۵ سلنه رایې یې ترلاسه کړې دي.
په دې ټولپوښتنه کې چې له ۳ لکو زیاتو کسانو ګډون کړی و، شهـ ـید یــ ـحی الــ ـسنوار د عربي نړۍ د غوره شخصیت په توګه نومول شوی دی.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۸مه د غزې تړانګې په رفح ښار کې د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې په مخامخ جګړه کې شــ ـهادت ترلاسه کړ.
شهید یحی السنوار د طــ ـوفان الاقصــ ـی عملیاتو د طرحه کوونکي په توګه هم پېژندل کیږي، هغه عملیات چې د صهیونیستي رژیم د استخباراتي نظام یې وننګاوه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/