معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شمال زون کې ملګرو ملتونو پر افغان کډوالو څۀ باندې ۳ زره سولري تختې وېشلي

شمال زون کې ملګرو ملتونو پر افغان کډوالو څۀ باندې ۳ زره سولري تختې وېشلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د افغانستان په شمال زون کې یې د لمریزي برېښنا څه باندې درې زره تختې وېشلي دي.
دا سولر پینلونه یا تختې تر ډېره په راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو وېشل شوي دي.
د UNHCR افغانستان څانګې پر خپل ټویټر لیکلي، چې یوازې یې په بغلان کې په ۱۳۰ کورنیو سولري تختې وېشلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ډاډ ورکړی، چې له افغان راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو په خبره یې مهمه دا ده، چې د دوی لپاره کافي بودیجه په واک کې ورکړل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس