عبدالرحمن فرقاني د شهید فرقاني مشر زوی
شهيد عبدالسليم فرقاني د ملا عبدالغفار زوی د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د دهنې په کلي کې په يوه دين دوسته او علم پاله کورنۍ کې زېږېدلی دی. د ځانګړي استعداد او زړورتيا له كبله، د خپل متدين او علم پاله پلار په لاس تر ځانګړې پاملرنې لاندې ونيول شو، په دې هيله چی يوه ورځ د هغه په لاس په سيمه کې د علم ډيوه بله او د اسلام سپېڅلي دين ته د خدمت څپې به خورې شي، چې د الله په فضل همداسې هم وشول او عبدالسليم فرقاني وکولای شول چې د دين پالنې او جهاد د تلوسو وړانګې خپل ټاټوبي او چارچاپېره سيمو ته ورسوي او د مجاهدو ديني علماوو پياوړي شخصيتونه وروزي او همدا وجه ده چې تر ننه د سیمې په علمي، روحاني او جهادي ټولنو کې خپل ځانګړی منزلت لري.
عبدالسليم فرقاني د هغه لوی رسالت له وجې چی ور په غاړه ؤ، يوازې پر دې یې بسنه و نه کړه او ويې غوښتل چی خپل ديني او علمي خدمتونه او د اسلامي مبارزې او مجاهدت فکر او تلوسې په يوه پراخه او ملي کچه خپل غيرتمن افغان ولس ته ډالۍ کړي او په لومړي پړاو کې د ليکوالۍ ډګر ته ورغی او په مختلفو ملي ورځپاڼو او جريدو کې یې، د ډول ډول مطالبو په ليکلو او خپرولو سره، ډېر اغېزمن او د قدر وړ خدمتونه وړاندې کړل. هغه مهال چې عبدالسليم فرقاني د شجاعت او همت په دې پاکه دنده لاس پورې کړ، داسې وخت ؤ چې د اسلامي فکر او د کمونيزم او سوسياليزم او نورو بې لاره او تېر وتلو افکارو تر منځ د مبارزې ډګر مخ په تودېدو ؤ او له همدې لامله، ده خپله دنده او رسالت د نورو مجاهدو وروڼو سره يو ځای نور هم لوی، دروند او حساس وموند او سمدلاسه يې قلم په مېړانه راپورته کړ، شپه او ورځ په هڅه کې شو او داسې مقابله يې وکړه چې بری د اسلامي فکر په برخه او مقابل لوری نا هيلی پاتې شو.
د ليکوالۍ د ګرمې مبارزې سره يو ځای هغه، د عمل په ډګر کې د اسلامي مفکرينو او مبارزينو د صف د پياوړي کولو په موخه خپله هڅه او هاند ونه سپمولو؛ شپه او ورځ به يې د هغوی سره اړيکې ټينګولې، کړنلارې به يې کاږلې او د پلي کېدو طرحې به يې وړاندې کولې.
د عبدالسليم فرقاني ډېره برخه مطالب د ګهيځ په اسلامي جريده کې، خپرېدل چی بيا وروسته يې په کال ۱۳۴۹ لمریز کې د همدې وزینې جريدې د مسؤول مديريت دنده هم په غاړه واخیسته او د همدې لمریز کال په پای کې یې د مسؤول مدیر په توګه خپله دنده پرې اېښې ده.
د هغه نه څو ليکلي کتابونه هم پاتې دي چې ډېری يې د ماټريالستي او کمونیستي فلسفو د رد او د اسلامي فکر او اسلامي تشريع د نشر پر محور څرخېږي. د (بيهقي کتاب خپرونې مؤسسې) له خوا يې دوه کتابونه همغه مهال خپاره شول: (فروغ جاويد ايمان به خدا) او (اجتهاد در فقه اسلامی) او یو کتاب یې (ګوشۀ از نظم مالی در اسلام) چې د ځینو لاملونو له کبله له چاپه پاتې شوی ؤ، هغه هم لله الحمد چاپ شوی دی، دا راز نور علمي آثار او رسالې هم لري چې په نژدې راتلونکې به یې د چاپ چارې بشپړې شي ان شاء الله تعالی.
عبدالسليم فرقاني، د داسې کارنامو او همت او شجاعت له امله، همېشه د بې لارو او ملحدو کمونیستانو پام، د دوی په لاره کې د يوه خنډ په توګه، ځان ته را اړولی ؤ، تر هغه چې د غويي (ثور) د کرغېړنې کودتا د سرته رسېدو سره، د کمونیست رژيم د لومړي يرغل او چپاو قرباني شو او په هماغه لومړي کال کې (۱۳۵۷) د زندان د تورو ميلو شاته واستول شو، داسې چې هېڅ کله بيا بېرته راستون نه شو، پرته له هېڅ جرمه، او يوازې د اسلام او مسلمانۍ په جرم، لکه څنګه چې د الله تعالی د دې وينا سره صدق کوي (الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ….) (الحج۴۰)، او په دې توګه د اسلام د شهيدانو د هغه صف سره يو ځای شو، چی الله تعالی د هغوی په اړه داسې فرمايي: (مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا) (الأحزاب۲۳).
لکه څنګه چی الله تعالی ژمنه کوي چی هېڅ کله به د هغو کسانو کړه وړه ضايع نه کړي کوم چې د زړه له کومي د الله تعالی د رضا په هيله يې سرته رسولي، په همدې توګه د عبدالسليم فرقاني او د هغه د مبارزو د صف وروڼو هڅه او هاند په اوبو لاهو نه شو او د اسلامي فکر او جهاد نیالګي يې د زړه په وينو اوبه کړل چې په پايله کې بې دينه او ملحد کمونیستان په دې پاکه خاوره کې په ګونډو شول او سپک او شرمېدلي له ملکه وايستل شول او د اسلامي فکر، ديندارۍ او اسلامي ارزښتونو ته درناوی، ورځ په ورځ د خلکو په زړونو کې ځای ونيو او يوه تل پاتې غوړېدو ته يې مخ کړ.
لکه څنګه چی د افغانانو د اسلامي مبارزې د مخکښانو له خوا يادېږي، د ځینو لوړ پوړو کارپوهانو په اند، د ثور د کرغېړنې کودتا نه د مخه د اسلامي مبارزينو هڅو او مبارزو وکولای شول چې د کمونیستانو او شوروي يرغل تر دوو لسيزو پر شا وتمبوي.
له همدې کبله کمونیستانو هېڅکله ونشو کولای لکه څنګه چی یې شعار ورکولو، د يوه فکري انقلاب له لارې دې پاکې خاورې ته را دننه شي، بلکې د پوره نا هيلې کېدو او بې صبرۍ په وجه یې بالآخره د ثور پر شرمېدلې او کرغېړنه کودتا لاس پورې کړ، چې بيا وروسته د لاس پوڅي رژيم د ساتنې لپاره شورويانو په پراخه کچه نظامي يرغل وکړ. د افغانانو فکر او نظر او ايمان همداسې اسلامي پاتې شو، او ان شاء الله اسلامي او په اسلام مين به پاتې شي!
په ګهیځ جریده کې مولوي عبدالسلیم فرقاني د دندې په پیل کې، خپله خپرنېزه کړنلاره په لاندې توګه بیان کړې ده:
بسم الله الرحمن الرحيم
بنام خداوند مهربان و بخشاینده!
هنگامیکه این مسؤولیت سترگ و بزرگ را به عهده می گیرم و این امانت سنگین تبلیغ برای اسلام را که هدف نشراتی این جریده است، متحمل می شوم، آرزومندم که یگانه منظور خود را برای خواننده گان محترم با این بیان توضیح نمایم که «إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ» (بدون اصلاح و رفع فساد چیزی دیگری در نظر ندارم): ملاحظه وضع موجوده اسلام و مسلمانان اهل بینش و آنانیکه عقیدتاً با این دین مقدس علاقه، محبت و پیوند دارند را جگرخون و افسرده می نماید. بعد از به وجود آمدن یک سلسله غفلت ها و روی گردانیها از طرف مسلمانان، چپاول چنگیز صورت گرفته و سر انجام بر مسلمانان مسلط گردید. اکثر کتابخانه ها، مکاتب، مدارس و مراکز علمی شان منهدم گردیده نابود شدند. علمای شان به قتل رسید. اتفاق و اتحاد شان به نفاق و شقاق مبدل گردید.
در نهایت مدنیت شان فرو ریخت، چون هنوز هم تائب نشدند و به خداوند لا یزال رو نه آوردند، اسیر استعمار مکار انگلیس شدند و این استعمار حیله گر و مکار در اغفال و خوابانیدن آنها خوب موفق گردید.
درین فرصت تا که توانست مزخرفات و اسرائیلیات را در اسلام داخل ساخت و با این روش مسلمانان را با جمود و توقف مواجه نمود و بعد ازین فعالیت شوم این استعمار فریب کارکمونیزم و الحاد به حیث مولود تنومندتر و جوانتر امپریالیزم به وجود آمد و تصمیم گرفت که در ضمن همه چیز اسلام را از بیخ و بن ریشه کن نماید و این ندای ملکوتی را برای ابد و به صورت مطلق خاموش نماید و اگر اکنون هم اهل اسلام به خود نمی آیند و از بی بندوباری ها و رو گردانی های خویش توبه نمی کنند، ممکن است گرفتار چنگال انتقام خداوندی گردند و بلای بیرحمی آنها را فرو بلعد.
مشاهده این وضعیت وظیفه و مسؤولیت آنانی که با اسلام علاقه دارند و محبت می ورزند را مشخص تر و سنگین تر می سازد، تا مطابق امکانات خویش در راه اسلام برای احیای سنن و مقررات اسلامی طوریکه در صدر اسلام بود مبارزه شجاعتمندانه را آغاز نمایند.
اين از یک طرف و از طرف دیگر از اینکه اکنون امپریالزم و الحاد حتی در آخرین و جوان ترین شکل خود که به نام کمونیزم یاد می شود، با ناکامی ها و شکست ها روبرو می شود و در اکثر کشورها سوسیال امپریالیستی اکنون بر اهل آن سنگینی می کند و مسیر خود را روز به روز تغییر می دهد و چنین معلوم می شود که اکنون سیمای گرد آلود آن خودش اعتراف می کند که لافیکه زده بود و وعده های چربی که داده بود برآورده نمی تواند و باید برای حفظ و بقای چند روز و مدت کوتاه دیگر خود به زور و ظلم مطلق متوسل شود و تانک و جت را به کار اندازد.
و ازینکه قراین و شواهد دلالت می کند که بشر کنونی روحاً خسته شده و این سلطه مادیت پرستی و بی بند و باری را دیگر نمی تواند متحمل شود و برای یک انقلابیکه کامیابی فطرت پاک انسانی را در آن مقابل و ضعیت نا پاک و غیر فطری که به ضد فطرت و ایجابات آن در حرکت است اظهار دارد، ضرورت دارد.
از همین جا است که از زبان اکثر دانشوران شنیده می شود که باید جهان سراسیمه، جهان خسته، جهانیکه فحشاء و بی ایمانی آن را با خطر انهدام روبرو ساخته، بایک انقلاب و دیگرګونی عمیق سر از نو تنظیم شود و بار دیگر امکانات و مساعدت های جدیدی برای زندگی انسان روی زمین آماده گردد.
در سلسله متأخرین دانشمندان اسلامی از قبیل سید جمال الدین الافغانی، علامه اقبال، دکتور طه حسین، سید قطب و محمد قطب، ابو الاعلی المودودی و ابو الحسن ندوی بعد از مطالعه عمیق تاریخ اسلام و اوضاع موجوده به صورت مستدل و معتمد پیش بینی می کنند که ضعف مذکور مسلمین و اسلام مؤقتی بوده و اسلام بار دیگر حیثیت گذشته خویش را اعاده و انقلاب و تحول مطلوب را در جهان به وجود خواهد آورد. و انسانها را به صراط مستقیم رهنمایی و هدایت خواهد نمود.
روی همین امید است که در اکثر اکناف جهان جریاناتی به وجود آمده که به صداقت و راستی به صورت مطلوب برای اسلام به چهره واقعی آن تبلیغ و مبارزه می کنند و مردم را به آن دعوت می نمایند و یگانه منظور شان اصلاح و رفع فساد است.
خوشبختانه در کشور عزیز ما نیز با در نظر داشت ملاحظات و نکات فوق محترم صاحب امتیاز این جریده موقع و میدان چنین مبارزه و مجاهده مخلصانه و مقدس را به وجود آوردند، جریده مذکور زمینه را برای مجاهدین و مبارزین مساعد ساخت و مسؤولیت آن را نیز شخصاً عهده دار شد و درین راستا پیشرفت چشم گیری را نایل شد.
اخیراً بنده نیز متیقن شدم که شرکت و سهم گیری درین مبارزه مقدس وظیفه اسلامی ام بوده و ما (مسلمانان) در ضمن ایمان خود به خداوند -جل جلاله- و با رسول الله -صلی الله علیه وسلم- تعهد نموده ایم که به وسیله جهاد فی سبیل الله از اسلام حمایت می نماییم و دشمنان اسلام را موقع تجاوز و تعرض نمی دهیم و ترسیدم از اینکه اگر خود را با این جبهه که در راه خداوند –جل جلاله- می رزمند نرسانم و در خانه خود نشسته تخلف ورزم، یقین است که روز آخرت به حیث یک بنده عهد شکن که از میثاق محکمی با خداوند -جل جلاله- خلاف رفتاری کرده باشد در حضور خداوند -جل جلاله- زیر محاسبه و مورد پرسش و مؤاخذه قرار خواهم گرفت. و آنگاه بدون خجالت و سر افکندگی هیچ جوابی نه خواهم داشت (العیاذ بالله)، روی این منظور درین مبارزه پاک و بی الایش سهم گرفتم.
باید اظهار دارم که «وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ» درین سهم گیری خود در مجاهده و مبارزه مذکور تنها از خداوند -جل جلاله- یاری و توفیق می خواهم و تنها به خدواند -جل جلاله- توکل و اعتماد نموده به او تعالی رجوع می نمایم.
در ضمن اینکه برای محترم صاحب امتیاز جریده و همکارانش از خداوند -جل جلاله- اجر کامل می خواهم به درگاه خداوند -جل جلاله- دست نیاز بلند میکنم که «رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي» پروردگارا! با قبول کردن این مسؤولیت بزرگ سینه ام را برای درک حقایق و دریافت واقعیت ها و تشخیص درست خیر و شر، باز گردان تا در ضمن تبلیغ و نشرات جریده حقایق را به صورت درست برای مردم ارائه نمایم و با نور قرآن کریم و ارشادات نبوی -صلی الله علیه وسلم- راه راست را برای آنها نشان دهم.
خداوندا! نجاتم ده ازینکه حقایق را منحرف درک نمایم و به مانند اغواگران مست و ناعاقبت اندیش برای گمراهی و تباهی قوم خویش تبلیغ نموده سعی ورزم. و «وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي» خداوندا! با این محدودیت ها و ضیقی ها، با این پیچدگی ها و دشواریها که به دور ما حلقه زده شاید نه توانیم آن طوریکه مطلوب است این وظیفه مقدس را پیش ببرم. خداوندا! در کار ما گشایش را به وجود آور و میدان فعالیت ما را وسیعتر گردان و به ما امکانات و مساعدتهای زیادی ارزانی فرما تا به پشتیبانی عون و نصرت تو خوبتر خدمت نماییم و موفقانه تر پیش رویم.