معماری
خانه / ژورنالیزم / شهید مژده؛ د جهاد د جذر و مد له جاذبې آزاد فرهنګي سیاستوال

شهید مژده؛ د جهاد د جذر و مد له جاذبې آزاد فرهنګي سیاستوال

شهید مژده؛ د جهاد د جذر و مد له جاذبې آزاد فرهنګي سیاستوال

 استاذ محمد زمان مزمل

شهید مژده چې په یوه لوستې فرهنګي کورنۍ کې زیږیدلی ؤ، هغه د خپل ماحول نه په تأثر تر پایه د یوه فرهنګي ځواکمن لیکوال ډېر څه په ځان کې وساتل او له همدې ممبر نه یې د سیاسي او ټولنیزو جریانونو سره متوازن تعامل درلود. شهید مژده یو څو بعده لیکوال او نهضتي مسلمان ؤ:

اول: یو مؤمن نهضتي.

دویم: یو په سیاست پوه فرهنګي.

درېیم: یو متعهد او الګو لټوونکی سیاستوال.

څلورم: په واقعي معنا د سولې مبارز او شهید

پنځم: په خپل آزمیښت کې بریمن مبارز

شپږم: مژده یو نقاد فرهنګي او یو ظریف شاعر.

اول- یو مؤمن نهضتي:

د شهید مژده صاحب د سیاسي او نهضتي ژوند له پیل نه چې تېر شو، هغه په دې اوږده لاره کې د جهاد په مختلفو پړاوونو کې دغسې لاړ او راغی چې له خپلو سیالو او جهادي قاعدې سره روابط تر پایه متوازن او په یو ښه مسیر کې روان وساتل، د همدغسې نمط خلکو سره نه د کرکو موج واخیست او نه د افراطي محبت جذر ته کوز شو او تر هغې ورځې چې مژده پکې شهید شو، هغه له خپلو دوستانو او ملګرو سره ښه روابط درلودل. هغه پکې خپله مسلماني تر هر چا ښه وساتله، هغه له هغه نژادي نفرتونو چې امریکايي پړاو خطرناک مد ته پورته کړل، متأثر نه شو او د ژوند تر پایه د د یوه ښه افغان چې له نژادي اپلتو نه پوره بې نیازه ؤ، ښه مثال او ښه میناتور ؤ.

همداسې شهید مژده صاحب د جهاد د پیل نه او په هغو ورځو کې چې تر ده کم سواده خلک د ډلو په اجرایو کې لاندې باندې کېدل د مشرانو او محترمو شخصیتونو سره په داسې یو بې نیازه تعامل کې ور ګډ شو چې نه یې پکې د چوکۍ او معاش لپاره د یوه تنظیم او یا د مشرتابه لپاره په تعصب مقاله ولیکله او نه یې د حریف په ضد داسې څه ولیکل چې ده ته په ډله کې د یوه مقام چانس پیدا کړي.

دېرش کاله بلا عمر ؤ او شهید مژده صاحب په دې دهلیز کې د ټولو ډلو په تېره د حزب او جمعیت په اخ و ډب کې داسې د سیالیو او جګړو پړاوونه تر شا کړل چې دی پکې نه د چا له ملګرۍ نه خجالت پاتې شو او نه د چا له عکس العملي مخالفت نه سر ټیټی.

که په راتلونکي کې د مژده صاحب په شخصیت لیکنه وشي مژده د جهاد او ګډوډیو په رمزي شخصیتونو کې تر ډېرو مؤمن او تر ډېرو نورو متوازن نهضتي ؤ، یو څه چې په اخر کې یې مژده د ځېنو دوستانو سره جلا کړ هغه د طالبانو په اړه د شهید مژده په انصاف ولاړ دریځ ؤ، چې له ده یې د ځېنو بې معلوماتو خلکو په نظر کې طالب جوړ کړی ؤ.

مژده صاحب د طالب په اړه دوه الګو دریځونه درلودل:

۱: دا چې طالب او ملا په مذهبي لحاظ او بیا د افغانستان په مذهبي ټولنه کې خپل اغېز او احترام لري، مژده غوښتل چې خپله هم د دې تهذیب یوه برخه شي لکه څنګه چې مژده صاحب د لمانځه او جومات پابند انسان ؤ، هغه مذهبي علماوو ته ځانګړی احترام درلود.

۲:  دا چې په دویم پړاو کې طالبان د وخت حکومت او امریکایي ایتلاف په خپل کور کې عادي ژوند ته پرېنښودل او په پای کې طالبان د اشغال پر ضد مبارزې او جهاد ته ولاړل، شهید مژده چې خپله هم په همدغه تصور ؤ هغه ونه غوښتل چې د یوې خوا د اشغال پر ضد خپل قلم بند کړي او د بلې خوا یې له انصافه لیرې ګڼله چې د امریکا او طالب په منځ کې د امریکا پلوي وکړي او یا چوپ پاتې شي، بلکې هغه د خپلو ډېرو سیالانو خلاف د اشغال پر ضد د طالب د عملي جنګ پر ځای په کابل کې د سیاسي معرکې خوا ونیوله او تر ډېره د مژده صاحب دې دریځ هاغه سولې او مذاکراتو ته لاره هواره کړه چې نن په کابل کې د ګردي مېزو سم نیم سیاستوال د مژده صاحب د لسو کلو مخکې نظریاتو باندې ودرېدل.

دویم- یو په سیاست پوه فرهنګي:

شهید مژده که څه هم په بنیادا یو فرهنګي فعال انسان ؤ او هغه شاعر هم ؤ ولې هغه خپلو سنجیده لیکنو په تېره خپلو بې پرې دریځونو او نظریاتو داسې تصویر کړ چې هغه د جهاد په فرهنګي کورنۍ کې تر خپلو سیالو زیات یو سیاستوال لیکوال ؤ.

په همدې خاطر چې هغه فرهنګ او سیاست دواړه سره اوبدلي وو او په دواړو کې د نظر او دریځ خاوند ؤ، ځکه نو کله نا کله د ځېنو ډلو او ځېنو مشرانو سره په اخ و ډب کې لوېده ، دا به له انصافه لیرې وي که ووایو په دې اخ و ډب کې به شهید مژده خپله د اشتباه مرتکب نه وي ګرځېدلی، ولې حقیقت دا دی چې شهید مژده د خپل فهم او درک مطابق قلم چلاوه او په همدې حد کې یې له خپلو نظریاتو او دریځونو نه دفاع کوله.

هغه نه د چا په خاطر د چا پر ضد لیکل او نه یې د چا پر خاطر د هغه پر ګټه څه لیکل، له بهر نه، او بیا د ځېنو بې معلوماتو کسانو پروپاګندې د شهید مژده شخصیت کله نا کله د ملامتۍ په دایره کې غورځولو، ولې څوک چې له نژدې شهید مژده پېژني هغه د همدغسې بې طرفه او په خپل قضاوت بسیا او باوري فرهنګي شخصیت لرونکی ؤ.

که رښتیا وپوښتئ نو د مژده صاحب لیکنې، تبصرې او مصاحبې په همدې خاطر ډېر لوستونکي او اوریدونکي درلودل چې هغه سیاست او فرهنګ په یو رنګین ډول سره اوبدلی ؤ. په دې اړه هغه د مقالو او کتابونو یوه درنه میراثه پرې اېښې ده.  دا هم باید ووایم چې مژده صاحب په خپله طبیعي معاشره کې یو ظریف انسان او یو ظریف شاعر ؤ د مژده صاحب له ملګرو سره په دې اړه ډېر په زړه پوري یادونه شته.

درېیم-  یو متعهد او الګو لټوونکی سیاستوال:

دا چې د ښاري تهذیب روږدی لیکوال، شهید مژده څنګه پړاو په پړاو د خپلو بلا دوستیو ملګریو په منځ کې په وروستي پړاو کې د امریکا او د طالب په لویه شخړه کې د طالب خوا ونیوله او په یو هنرمندانه ډول یې د سیاسي مبارزې مسیر د طالب سره په جنګي مسیر کې روان کړ دا خپله ښيي چې مژده صاحب هومره چې فرهنګي شخصیت ؤ، دوه برابره هغه یو سیاسي مؤمن لیکوال ؤ بیا دا چې شهید مژده په دې شل کلن وروستي پړاو کې د یوه همدغسې څپې په نيلي سپور پاتې شو او د ځېنو غوندې د نوساناتو ښکار نشو دا په بل اړخ کې یو لوی ثبوت دی چې شهید مژده صاحب له دین نه بشپړ سیاسي فهم درلود.

د طالبانو تحریک چې د نورو په شان د زیاتو غلطیو مرتکب ؤ او لا دی، شهید مژده په دې منځ کې کله کله پر طالب د بحث په مهال، چې ځېنې پکې افراط ته ښوییدل هغه د انصاف او مولا ته د احترام له حدودو نه ووت.زه چې خپله دوه نسله اخندزاده یم په همدې موخه کله کله د مژده صاحب دریځ ته شرمنده کېدم ځکه ډېر فرهنګي شخصیتونه او لوستي کسان په عکس العملي انداز د مجاهدینو او طالبانو تېروتنو په اپلتو سر کړل او د سیاسي بې ثباتیو ښکار شول.

شهید مژده صاحب دا شل کلن سفر د یو الګو لټوونکي سیاسي کارپوه په شان تر هر چا د شهادت پر هغه پېښه ودراوه چې لعنتي قاتل به یې خپل کشر زوی ته هم توجیهه نشي کړای.

څلورم- په واقعي معنا د سولې مبارز او شهید:

د انجنیر احمدشاه احمدزي په مشرۍ د سولې هغه نهضت چې په یو قرنطین کابل کې د سولې، د امریکا د اشغال او د مذهبي فتوا هغه غږ پورته کړ چې د وخت مؤمن علماء یې د طالبانو سره په یو موازي نهضت کې ودرول.

شهید مژده صاحب ددغه نهضت د طراحانو او مخکښانو نه ؤ، هومره چې زمونږ په منځ کې په دې اړه مژده صاحب ستومانۍ او خطرونه وګالل ښایې نور پکې معذور وي

په ټولو اجتماعاتو کې د هغه منظم حضور او په تنګ کابل کې په اوچت مورال د مژده صاحب هڅونې، لیکنې او مقالې دا ټول هغه څه دي چې هغه د قیام د مجلې په کلکسیون کې پاتې نسلو ته پرېښودې.

په تېر څو کلن دوران کې چې د سولې ستونزمن فعالیت په کابل کې رنګ نه اخیست او د سولې خبره دلته د امریکا د پلویانو پروپاګندې د آی ایس آی سیوری تصویر کاوه، په پای کې دا کنګل د سولې مؤمنو مخکښانو مات کړ او نن په همدې کابل کې له هماغه سیاستوالو او دولتي مشرانو څخه چې هغه وخت د سولې غږ پر هغوی د چوپې تمانچې ډز ؤ، ډېر د سولې په کاروان کې د مژده شهید نه مخکې مخکې روان دي.

شهید مژده په همدغه تحول ډېره پانګونه کوله او په همدې له خطره ډک کابل کې یې د آرامۍ احساس کاوه، امید یې درلوده چې د ملي وحدت او د یو متحد افغانستان د مخالفینو اخري قشلې به هم بالآخره دلته سپینې جنډې پورته کوي . ما چې نن د احمد ولي مسعود هوښیارې خبرې په کابل سټار کې واوریدې نو له واره مې شهید مژده سترګو ته ودرېد او له ځان سره مې ویل: ای کاش! په دې غونډه کې د عکس پر ځای په خپله شهید مژده صاحب وای او د احمد ولي مسعود خبرې یې اورېدلې وې او څومره به خوشحاله شوی ؤ. مګر نن د سولې دعوت ژوندی روان دی ولې د سولې شهید مژده پکې مونږ یواځې پرېښودو.

پنځم: په خپل آزمېښت کې بریمن مبارز:

شهید مژده صاحب په اوږده لاره کې داسې راغی چې د جهاد د مبتکرو ډلو دریځونه پکې په مد او جذر کې روان وو، هغه د مد په دوران کې نه د فتحو څپو واخیست چې نه یې د کوم وزارت د معاونیت لپاره چاته د خندا او یا خانه توۍ نکړې.کچکول ونیوه او نه یې د جذر په پړاو کې د چانه د بېزارۍ او د شاتګ نذرانه ورکړه.

په اخریني پړاو کې چې د یوولسم سپټمبر حادثې بوش د غوسې په آسمان ودراوه بیا هم زموږ شهید مژده پکې تر نورو ډېرو ښه پاتې شو.

د یوې وړې دمې لپاره یې په دغه مرحله کې په یو کتاب کې معتدل نظر ښکاره کړ ولې د څو میاشتو په تېرېدو مژده صاحب په هماغه استعماري ضد مدار کې واقع شو، هلته چې د مژده صاحب لپاره خپلو عزیزو ملګرو د معاونیت وړاندیز وکړ هغه تکرار رد کړ.

شپږم: مژده یو نقاد فرهنګي او یو ظریف شاعر:

دا برخه ددې وړ ده چې په دې ډېرې مقالې ولیکل شي. شهید مژده صاحب د جهاد له پیله او بیا تر دې ننني په وینو رنګ پای پورې، د خپلو ملګرو او لیدنو کتنو په لړ کې هغه فرهنګي نقاد انسان ؤ چې هره ورځ یې د ورځې مسایل او د دنیا حالات د ملګرو سره ژوندي مطرح کول او مربوط اشخاص او ډلې یې په خندا ډکه خوله داسې نقد کول چې د مژده صاحب په جلسه کې سړي ډېر څه زده کول او هغه چې مخامخ یې نقدول هغوی ښایي تر نورو ډېر زده کړي وي.

همداسې مژده صاحب یو ظریف شاعر ؤ، ظرافت یې په جهادي ماحول او د ملګرتوب په جغرافیه کې ډېر په زړه پوري اشعار او یادونه پرېښودل. د مثال په ډول زه چې یو مهال د تخطیط او تنظیم رئیس وم او په ریاست کې د ارکانو او اعضاوو بحث، حزبي ماحول د څو ورځو لپاره تود او وپاروه، هغه ددغسې ورځو یو ښه انځور ماته راولېږه:

مزمل یار با وفا و با تمکین است

کار او کاری کرام الکاتبین است

ددې طنزیه شعر پاتې مصرې ډېرې په زړه پورې او پاروونکې وې په دې معنا چې د مزمل ترازو پانګ لري، د سړیو په تول کې خطا شوی او د تنظیم په ځای یې شته تنظیم نور هم ګډوډ کړ.

ما مې په خپلو پاڼو کې دا قصیده ساتلې او دوه میاشتې مخکې مې هغه ته ور یاده کړه چې ډېر یې وخندل.

همداسې په ترې منګل سیمه کې د یو توپ په رابطه د هغه یو طنزیه شعر د پېښور د غم پړاو تر ډېره د خنداګانو تر پوښښ لاندې ونیوه.

غواړم په پای کې د شهید مژده صاحب د ورورۍ اخري حق ادا کړم:

خدایه!

شهید مژده صاحب ته له خپلو خطاوو او ګناهونو ورتېر شې، له قبره، برزخه او حشره یې هاغه مقام ته په خیر ورسوې چې په اړه یې وایې: “ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ”

آمین یارب العالمین

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس