معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / طبیعي پېښو سږ کال د ۱۱ سوه ۲ کسانو ژوند اخیستی

طبیعي پېښو سږ کال د ۱۱ سوه ۲ کسانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د یو ویډیویي پیغام له لارې ويلي، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱ سوه ۲ تنه مړه او ۲ زره ۱۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي ‌په خبره دې مهال کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ۹ زره ۸۰۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او همدارنګه روان هجري لمریز کال کې په طبیعي پېښو کې شاوخوا ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي
د ده په خبره دغه موده کې د سېلابونو راوتلو له کبله د ۱۴۷ زره ۷۴۷ جریبه ځمکه ویجاړه شوې او څه باندې ۴ سوه هټۍ هم نړېدلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې، ځمکې او کورونه هم وېشلې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس