معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / طبیعي پېښې او آفتونه، د جګړه ځپلیو افغانانو بله لویه غمېزه!

طبیعي پېښې او آفتونه، د جګړه ځپلیو افغانانو بله لویه غمېزه!

په هېواد کې د روانې اونۍ له پیل څخه د بې سارې ګرمې هوا سره _ سره، د نا څاپه بارانونو لړۍ د هېواد په مرکزي او جنوبي سیمو کې د داسې خطرناک سیلاب سبب شوه چې ولسي خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان له ځان سره درلود.
په کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره ورځ تر بلې لوړېږي، د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې د روان لمریز کال د چنګاښ له ۲۹ مې د زمري تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د هېواد په اتو ولایتونو کې شا او خوا ۳۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۵۷ تنه ټپیان شوي او څو تنه نور هم ورک دي.
دغه سېلابونه د افغانستان په اتو ولایتونو، کونړ، کابل، خوست، پکتیا، وردګ، غزني او ننګرهار کې راوتلي دي، چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان یې خلکو ته د میدان وردګو په ولایت کې اړولی دی.
دا لومړی ځل هم ندی چې په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره جوخت په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوزي او خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي. تېر کال او وړم کال هم د هېواد په ډېرو سیمو کې همدا حال ؤ. په ګڼو سیمو کې سیلابونو د خلکو کښت او زراعت تباه کړ او آن په ډېرو سیمو کې یې خلکو ته د سر زیان هم واړاوه.
په کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همدارنګه ویلي دي چې د دغه سیلابونو له امله په ټول افغانستان کې تر اتو سوو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ۴۵۶ څاروي مړه شوي او تر څنګ یې د ۷۰۰۰ جریبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي.
په افغانستان کې د پرله پسې طبیعي پېښو غمېزه دا ده چې یو خو مو هېواد او ولس تازه په تازه د کور ورانو کې داخلي جګړې له ژبغړانده سرو لمبو تر یوه بریده ژغورل شوی او لا یې هم پدې تړاو د آرام ساه نده اخیستې چې طبیعي پېښې او آفتونه ترې قرباني اخلي او هغه هم ښه درنه قرباني.
بله ستره غمېزه یې هم پدې ملک او دې ولس کې حاکمه بېوزلي، فقر او غربت دی، چې پدې ډول طبیعي پېښو کې پر انساني تلفاتو سربېره زمونږ هېواد وال کړوي او په ‌ډېره خوارۍ او د کلونو کار او زیار په نتیجه کې یې جوړ کړی کورګی ور ړنګوي یا یې ټول کښت او زراعت ورخرابوي چې د هغوی د کلونو د زیار او زحمت نتیجه په اوبو لاهو کوي.
که څه هم په کور د ننه او په نورو بهرنیو ملکو کې مېشت خدای دوسته او خیر غوښتونکي افغانان تل په داسې وختونو کې د خپلو مظلومو او د طبیعي پېښو څخه اغېزمنو افغانانو مرستې ته را دانګي او هڅه کوي پدې تړاو خپل ایماني او وجداني مسؤولیت ترسره کړي، خو د دې ټولو کورنیو او بهرنیو مرستو سره_ سره، بیا هم د مصیبت ځپلیو افغانانو د غم او درد څپه نه کراریږي او په تېره بیا د هغو چې د کورنۍ خواږه غړي یې د همدې طبیعي پېښو لکه سیلابونو ترې وړي وي او د ورځو په تېرېدو یې بیا هم مړي نه وي موندلي چې خښ یې کړي.
جوته ده چې طبیعي پېښې په ټوله نړۍ کې پېښېږي او د نړۍ په ګڼو هېوادو کې ورسره انساني تلفات هم مل وي او مالي زیانونه خو داسې خبره ده چې د نړۍ تر ټولو پرمخ تللیو هېوادو کې هم خلک ندي ترې خلاص.
اما په افغانستان کې ستونزه دا ده چې پرله پسې څو لسیزو جګړو او نښتو له یوې خوا ورانۍ او ویجاړۍ رامنځ ته کړې او له بل خوا یې خلک له مالي پلوه هم ژوبل کړي چې دا ډول طبیعي پېښې او آفتونه پرې ډېر لوی تأثیر درلودای شي.
د طبیعي پېښو او آفتونو سره مل په افغانستان کې یوه ستونزه، د دغه پېښو او آفتونو ځپل شویو مستحقو کسانو ته د بېړنیو مرستو رسول او د هغوی لاسنیوي هم دی چې باید خیریه مؤسسې او د هېواد ټول خیر غوښتونکي وګړي ورته پاملرنه وکړي او د زیانمنو شویو هېواد والو د لاس نیوي په برخه کې لاس په کار شي.
که څه هم په تېرو څو ورځو کې له وروستیو سیلاب ځپلیو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې په ځینو سیمو کې د لومړنیو مرستو راپورونه خپاره شوي دي او داسې ښکاري چې د هېواد ځیني خیر غوښتونکي وګړي او ځیني بنسټونه پدې اړه کار کوي، خو د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره د خلکو غوښتنه دا ده تر څو دا د مرستو لړۍ منظمه او نوره هم ګړندۍ شي.
پرله پسې سیلابونو او د هغو پراخو زیانونو ته په کتو سره په کار دي چې مرستندوی جهتونه باید په همغږۍ او اتفاق سره د خلکو لاسنیوي ته ور ودانګي تر څو له یوې خوا ټول مستحق او ځپل شوي وګړي له دغه مرستو په یوه شان برخمن شي او له بلې خوا پدې منځ کې د ځینو هغه کسانو او جهتونو لاس ور وتړل شي چې له مصیبت ځپلیو سره په مرسته کې هم خپلې شخصي ګټې لټوي او دلته هم د جیب ډکولو په فکر کې وي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس