معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې تر اوسه د کولرا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې تر اوسه د کولرا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ د شتون په اړه د ځینو رسنیو خپاره کړي معلومات ناسم بللي.

وروسته له هغې چې یو شمېر رسنیو افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په اړه راپورنه نشر کړل، عامې روغتیا وزارت د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کولرا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

یاد وزارت ویلي، رسینو کې د ملګرو ملتونو له لوري د ۲۰۲۴ ز کال د جون پر ۱۹مه هغه راپور استناد شوی، چې د ختیځې مدیترانې حوزې په اړه خپور شوی او د افغانستان لپاره په کې د حادو اسهالاتو کلمه استفاده شوې، چې د کولرا له ثبت شویو ارقامو سره هېڅ تړاو نه لري.

سرچینه زیاتوي، چې دغه وزارت له ساري ناروغیو سره پر ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي، چې له نړیوالو همکارانو سره په شریکه یې کنټرول لپاره اقدامات وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس