معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عباس ستانکزی: د نجونو ښوونځیو تړلو لپاره هیڅ شرعي دلیل نشته

عباس ستانکزی: د نجونو ښوونځیو تړلو لپاره هیڅ شرعي دلیل نشته

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۵مه او د سپټمبر ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانستو ټینګار وکړ.
عباس ستانکزي نن (د تلې ۵مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هیڅ څوک د تعلیم له فرضیت څخه انکار نشي کولای او په وینا یې ټول خلک د ښوونځیو خلاصول غواړي.
ښاغلي ستانکزي همدارنګه وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو په اړه هیڅ شرعي دلیل وجود نلري او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان ټول جید علماء پر دې باندې موافق دي چې باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي.
هغه وویل: “علماء شته، هیڅوک د دې له فرضیت څخه انکار نشي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځه باندې. ژر تر ژره باید په افغانستان کې د مدرسو او مکتبو دروازې د ټولو پر مخ خلاصي شي. دا به پکې نه وي چې احمد به ځي، محمود به نه ځي. ټول به ځي په دې برخه کې به تبعیض نه وي. که موږ غواړو ملي وحدت قایم کړو باید د تعلیم دروازې د ټولو پر مخ خلاصې کړو او ټولو ته په ازادنه توګه د تعلیم زمینه برابر کړو.”
نوموړي زیاته کړه د ښوونځيو پر بندېدو چې څومره وخت تیریږي مشکلات زیاتیږي او په خبره ملت له حکومت څخه فاصله نیسي چې په خبره یې باید دا ستونزه هواره شي.
دا په داسې حال کې پر افغانستان د ا.ا له واکمنۍ د یو کال په تېرېدو په دغه هیواد کې تر امر ثاني د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي دي چې په کور دننه او بهر یې پراغ غبرګونونه پارولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس