کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال چې په تېر کې یې هم د ښځو پر تعلیم کولو ټینګار کړی، تازه ويلي چې د اسلام په چوکاټ کې به ډېر ژر ښځو ته د کار او زده کړې زمینه برابره شي.
شېر محمد عباس ستانکزی له افغانستان سره د مرستندویانو د مرستو دوام هم مهم ګڼي.
افغانستان باندې د نوي حکومت په راتګ سره لومړی له اووم ټولګي پورته تعلیم، بیا د نجونو پر تحصیل او په دې وروستیو کې د مېرمنو پر کار بندیز لګولو ګڼ نړیوال غبرګونونه راوپارول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/