معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عبدالسلام حنفي وایي، د تعلیمي بنسټونو له تقویت پرته د خپلواکۍ ساتل یو خوب دی

عبدالسلام حنفي وایي، د تعلیمي بنسټونو له تقویت پرته د خپلواکۍ ساتل یو خوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ریاست الوزرا د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوې غونډې پرمهال په غیر مستقیم ډول افغانستان کې پر تعلیمي نیمګړتیاوو نیوکه کړې.
نوموړي ویلي، څو چې موږ خپل تعلیمي بنسټونه له کیفیتي او کمیتي اړخ نه پیاوړي نه کړو، هېڅکله به خپل وطن خپلواک نه کړو.
حنفي زیاته کړې، چې د اسلامي مشر دنده یوازې د چارو منع کول نۀ دی، بلکې د ده په خبره د یوې مسلې د ممنوعیت اعلانونو په صورت کې باید سالمه او صحي لار هم خلکو ته وښایي.
که څه حنفي په مستقيم ډول د نجونو پر زده کړو د بنديز يادونه ونه کړه، خو دې وروستو کې د افغان مشرانو ترمنځ د نجونو د تعلیم په اړه د نظر اختلافات ورځ تر بلې ظاهریږي.
د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده کړو ترڅنګ کاري بندیزونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس