کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو ځمکو ډېره برخه په تخار ولایت کې موقعیت لري، چې له ارزونې وروسته د اړوندو ادارو ملکیت ته سپارل شوې ده.
وزارت ویلي، دا ګام د دولتي شتمنیو ساتنې او عامه ګټو خوندي کولو لپاره اخیستل شوی، چې لا نور به هم دوام وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/