معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډه راکټي برید شوی

عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډه راکټي برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رويټرز خبرې آژانس ویلي، د عراق په لویدیځ کې د امریکایي ځواکونو په العین اډه راکټي برید شوی، چې په ترڅ کې یې پنځه امریکايي سرتیري ټپيان شوي.

رویټرز زیاته کړې، امریکايي ځواکونو همداراز اډې ته نږدې اته نور راکټونه هم شنډ کړي دي.

سرچینې لیکلي، له دې برید وروسته په سوریه کې د امریکايي ځواکونو التنف اډه کې هم د تیارسۍ حالت اعلان شوی او د امریکا جنګي الوتکو فضايي څار پیل کړی دی.

دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې تهران کې د حـ.ـماس د سیاسي دفتر مشر اسـ.ـماعیل هـ.ـنیه تر وژل کېدو وروسته منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو کړکېچونو اندېښنه ښودلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس