کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانېسته شوې، چې د افغان او ترکمن چارواکو تر څنګ په کې د ۴۰ نورو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
د خبر پر بنسټ، دې نندارتون څخه د ترکمن ولس ملي مشر قربانقلي بردي محمد اف هم لیدنه کړې.
د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمد اف د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره کتنه کې خپلو ترکمن مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان له ګول سیخ، قیمتي ډبرو، رنګ او نورو توکو څخه د ارقدان ښارګوټي دوهم فاز کې ګټه واخلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/