معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عمان د افغان بندیانو خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابروي

عمان د افغان بندیانو خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابروي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عمان د سلطنت د دفتر وزیر د بهرنیو چارو وزیر امیرخان مـ ـتقي سره کتنه کې ویلي، چې نږدې راتلونکي کې د ځانګړو مناسبتونو پرمهال دغه هېواد کې د به افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي.

نوموړي همدا راز ژمنه کړې، چې عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلي خدماتو په رسونه کې له افغان سفارت سره لازمې همغږۍ وکړي.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه د افغان بندیانو د بند مودې، مستقیمو الوتنو، عمان کې د افغان وګړو مسایلو او په فرهنګي راکړه – ورکړه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د عمان د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، پانګونې او صنعت او حج او اوقافو وزیرانو سره په بېلابېلو کتنو کې پر ګڼو مواردو خبرې اترې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ پر یو شمېر مواردو هوکړې هم شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس