کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د عمان پلازمېنه مسقط کې د اوسني افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماټانو خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول پیل کړي.
بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، د کوربه هېواد په همکارۍ د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پیل د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول لوبولی شي.
نوموړي ویلي، بهرنیو چارو وزارت دې برخه کې د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام ستاینه او له همکارۍ مننه کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/