معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عمران خان ته به د پلټنو په موخه اته ورځې په بند کې ریمانډ ورکول کیږي

عمران خان ته به د پلټنو په موخه اته ورځې په بند کې ریمانډ ورکول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۱ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې یوې محکمې پرون حکم کړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان به لږ تر لږه اته ورځې په بند کې پاتې شي.
دغه حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د عمران خان پلویانو له وړمې ورځې راهیسې په تاوتریخجنو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
د پاکستان پوځي ځواکونو کابو زر تنه لاریونوال نیولي دي. راپورونه وایي، چې تراوسه اووه لاریون کوونکي وژل شوي او څه باندې ۳۰ پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.
دغه راز پرون ناوخته د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف بیا یوه وینا کې عمران خان د پاکستان دښمن بللی او د هغه جنایات یې د نه بښلو وړ بللي دي.
زلمي خلیلزاد بیا پر خپل ټویټر لیکلي، داسې وېره شته چې عمران خان به د پولیسو په بند کې ووژل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاکستان د اعتراضونو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او دغه هېواد کې یې سیاسي ټیکاو د دغه هېواد د خلکو او د سیمې د هېوادونو په ګټه بللی دی.
د عمران خان پلویانو تېره ورځ په کم سارې بڼه ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل او ډېری دولتي ځایونه یې د اور خوراک کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس