کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني ځایي چارواکو ویلي، چې د آب بند ولسوالۍ اړوند کابل – کندهار پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره شپه د مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
دې وروستیو کې د هېواد په کچه ټرافیکي پېښو شدت موندلی، چې له امله یې ډېری کسانو ته مرګ – ژوبله اوړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/