کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غزني کې د ګنجینې په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د دغه وزارت مسوولینو ويلي، په دې نندارتون کې ۸۰ غرفې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ایښودل شوې، چې ۳۲ یې ښځینه سوداګرو ته ځانګړې دي.
د ګنجینې نندارتون په پرانیست غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، دغه وزارت سږکال د ۵۰ ملي او نړیوالو نندارتونو د جوړېدو پلان لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره يې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نندارتونونه جوړ کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، د ملي صنعت ترویج، له کورنیو تولیداتو څخه د خلکو د استفادې تشویق او د سوداګرو ترمنځ د بازارونو ارزونه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/