معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د اسراییلي اشغالګرو په بېګاني برید کې له ۳۳ تنو ډېر کسان شهیدان شول

غزه کې د اسراییلي اشغالګرو په بېګاني برید کې له ۳۳ تنو ډېر کسان شهیدان شول

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې روغتیایي چارواکو خبر ورکړی، چې تېره شپه د اسراییلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې له ۳۰ زیات بې دفاع فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.

د النصر روغتون د چارواکو په وینا، شهیدانو کې د دوو ماشومانو په ګډون د هغې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي، چې کور یې په خان یونس سیمه کې په هوايي حمله کې په نښه شوی و.

النصر روغتون چارواکو زیاته کړې، چې پر خان یونس ښار او شاوخوا سیمو له دریو بریدونو وروسته دوی ته د ۳۳ شهیدانو جسدونه وروړل شوي دي.

د غزې یوه بل روغتون د الاقصی د شهیدانو روغتون هم ویلي، چې د یوه بل برید په نتیجه کې د دریو کسانو مړي دوی ته رسېدلي دي.

تر دې وړاندې د ۱۶ نورو شهیدانو جسدونه د خان یونس له حماد ناحیې څخه وروسته له هغې ترلاسه شول، چې اسراییلي اشغالګر سرتېري ترې ووتل.

ځایي سرچینو ویلي، چې ۱۰ نور شهیدان د ښار له لوېدیځ او دوه نور له جنوبي ښار رفح څخه هم ترلاسه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د اسراییلي اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر دا مهاله ۴۰ زرو څخه ډېر بې دفاع فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس