معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د اوربند په تړاو خبرې بیا بې‌ پایلې پای ته رسېدلي

غزه کې د اوربند په تړاو خبرې بیا بې‌ پایلې پای ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر په منځګړتوب خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د خبر پر بنسټ یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خبرو په سبوتاژ کولو تورن کړی دی.

تر اوسه اسراییلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکايي او مصري منځګړو هڅه کوله چې اسراییل او حماس په یوه ټکي هوکړه سره وکړي، جګړه پای ومومي او د اکتوبر پر اوومه د یرغملو شویو خوشي کېدو ته لاره جوړه شي.

یوې معتبرې فلسطيني سرچینې ویلي، حـ.ـماس له خپلې هغې غوښتنې هم تېر شو چې د هرې هوکړې په سر کې باید دايمي اوربند وي او ډېر نرمښت یې وښود،.خو هغه په دې خبرو کې بنیامین نتانیاهو په خرابکارۍ تورن کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس