کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزه کې د یوه روغتون او اضطراري چارو کارکوونکو اسوشېټېډ پریس خبري آژانس ته ویلي، چې د اسراییلي بمباریو له امله غزه کې پنجشنبه او جمعې د ماشومانو په ګډون ۴۲ کسان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راوروسته په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۵ زرو څخه اوښتی، چې د قربانیانو لوی تعداد ښځې او ماشومان دي.
په مقابل کې یې د حـ ـماس جـ ـهادي ډلې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر شاوخوا ۵۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې د غزې د نږدې ۱۵ میاشتنۍ جګړې پای ته رسېدو لپاره قطر کې د اوربند خبرې بیا پیل شوې.
د حماس ډلې چارواکو ویلي، دا غیرمستقیمې مذاکرې په دوحه کې روانې دي، چې د دایمي اوربند او له غزې د ټولو اسراییلي ځواکونو د وتلو پر موضوع متمرکزې دي.
د غزې اوسېدونکي د جګړې د پای ته رسېدو او دایمي اوربند په هیله دي، خو د اسراییلي اشغالګرو دوامدارې بمبارۍ د دوی راتلونکې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/