معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / غزه کې ‏له اوربند څو ساعته وروسته د اسراییلو کابېنه کې دریو وزیرانو استعفاوې وکړې

غزه کې ‏له اوربند څو ساعته وروسته د اسراییلو کابېنه کې دریو وزیرانو استعفاوې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اشغالګر اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د حماس پر وړاندې اوربند د ماتې په معنا بللې او په غبرګون کې یې له کابینې استعفاء کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسراییلو ملي امنیت وزیر سره یوځای د صهیونیستي رژيم دوو نورو وزیرانو هم له خپلو دندو لاس اخېستی.

کارپوهان وایي، د اسراییلو له کابینې د بن ګویر وتل به د نتنیاهو حکومت له نورې بې ثباتۍ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند پرون سهار پیل شو، چې په ترڅ کې یې حـ ـماس درې اسراییلۍ بندي ښځې تبادله کړې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس