کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ټیډروس ادهانوم ویلي، د سرطان، زړه ناروغانو، رواني ناروغانو او جګړو د ټپیانو په ګډون څه د پاسه ۱۰ زره تنه باید د روغتیایي پاملرنې په موخه له غزې و ایستل شي
ټیډروس ادهانوم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، تېره میاشت کې د رفح پولې تر تړلو راهیسې هېڅ ناروغ د درملنې لپاره له غزې نه دی ایستل شوی
د روغتیا نړیوال سازمان مشر زیاته کړې چې نورو هېوادونو کې د لا ښې درملنې په موخه باید د ناروغانو او ټپیانو لپاره د رفح په ګډون ټولې ممکنې لارې پرانیستل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/