کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غور ولایت کې ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د جام تاریخي څلي په شاوخوا کې یې د استحکاماتو چارې پیل کړي دي.
دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، د دوی یوه هیئت د دغه څلي، چې په وروستیو کې یې سېلابونو شاوخوا نیولې وه، وضعیت ارزولی دی.
په وروستیو اوونیو کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلانو د غور ولایت ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ، شمال او شمال ختیځ کې ګڼ ولایتونه وځپل.
دغه ۶۵ متره دنګ څلی چې څه باندې ۸۰۰ کلن دی، د اسلامي هېوادونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو بنسټ ایسیسکو (ISESCO ) په فهرست کې هم شامل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/