کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایتي چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د غور – هلمند پر لار د پسابند ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، یادو دریو کسانو غوښتل چې له غور څخه هلمند ته ولاړ شي، خو د سختو واورو له امله بند پاتي او د واورې ښویېدو له امله یې ژوند بایللی دی.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دې وروستیو کې سختو واورو او خرابې هوا د غور – هلمند لارې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
د ژمي په موسم کې د افغانستان په ګڼو غرنيو سیمو کې د واورې ښویېدو پېښې رامنځته کیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/