معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غور کې سېلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي

غور کې سېلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، په غور ولایت کې د جمعې ورځې سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

یونېسف زیاته کړې، چې د افغانستان په شمال کې په وروستیو سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

دغه مرستندویه سازمان وايي، چې له زیانمنو شویو او په ځانګړې توګه له ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په غور کې د سېلابونو نوې څپې له امله لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له جدي اغېزو سره مخامخ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس