کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼې یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په غور ولایت کې یې پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشردوستانه مرستې وېشلې دي.
د خبر پر بنسټ په دې مرستو کې روغتیايي توکي، خیمې او لمریز څراغونه شامل دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي جمشید تنولي ویلي، له ننګونو سره – سره یې دا بېړنۍ مرستې د نږدې شریکانو په همکارۍ د هرات له لارې وسپارلې.
د یادولو ده، چې په غور کې وروستیو سېلابونو نږدې ۳ زره هټۍ او شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن کړي دي.
په غور کې له خونړیو سېلابونو وروسته د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ښار هټیوالو له سرپرست حکومت څخه د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/