کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په غور ولایت کې د یو ناچاودې توکې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي.
د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د دې ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د غورقند په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یوې کورنۍ ماشومانو له یوه لاسي بم سره لوبې کولې او پرې وچاودېد.
د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مصطفی حقاني ويلي، د دې چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ مور او پنځه ماشومان چې درې نجونې او دوه یې هلکان وو، وژل شوي دي.
د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر په وینا، دې چاودنې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو جګړو څخه پاتې ماينونه او ناچاودېدونکي مهمات په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه هېوادوال معلول او یا وژلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/