معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / فارن پالیسي د اوکران جګړې لپاره د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب لړۍ له پیلدو خبر ورکړی

فارن پالیسي د اوکران جګړې لپاره د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب لړۍ له پیلدو خبر ورکړی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (لړم/عقرب ۴ مه او د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نېټه ده) فارن پالیسي د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې، چې روسیې د اوکراین جګړې لپاره د افغانستان تېر جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې ده.
راپور کې راغلي، ګڼ شمېر افغان پوځي او امنیتي سرچینې وايي چې د امریکا له خوا روزل شوی پیاده ځواک چې شاوخوا شل کاله یې د امریکا او د هغوی د شریکانو د ځانګړو ځواکونو تر څنګ جګړه کړې، کولای شي هغه توپیر رامنځته کړي چې روسیه یې د اوکراین د جګړې په ډګر کې اړتیا لري.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د پخوانيو کومانډو ځواکونو يو شمېر سرچينو ورته په دې اړه د نیول شویو اړیکو جزییات ورکړي.
فارن پالیسي د پوځي شنونکو له قوله د افغانستان دغه ځواکونه، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ زره تنه و او میلیونونه ډالره لګښت پرې شوی، روسیې ته د اوکراین جګړې لپاره تر ټولو مناسب او نسبتا کم لګښته ځواکونه بللي دي.
ویل شوي، چې د دغو ځواکونو يوه لویه برخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته په هېواد کې بې برخلیکه پاتې شوه، چې د ا.ا له راتګ وروسته ګاونډيو هېوادونو ته لاړل.
د یادولو وړ ده، چې له افغانستانه د تخلیې پر مهال ګڼ شمېر لوپوړي افسران او د ځینو ځانګړو قطعو پوځیان امریکا له ځان سره و ایستل، چې له دې وړاندې یوه امریکايي ډیپلوماټ د روسیې په مقابل کې د جګړې لپاره په اوکرایني پوځ کې د دغو پوځیانو د استخدامولو خبره کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس