کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په فاریاب اندخوی ولسوالۍ کې د مالګې کان درې بلاکونو د داوطلبي پروسه پای ته رسیدلې او قرارداد یې لاسلیک شوی دی.
دوی د کانونو او پټرولیم د وزیر له قوله لیکلي، چې فاریاب کې د مالګې د کانونو د استخراج او پروسېس د عملي کار په پیل سره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د مالګې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
د مالګې د کان د درېيو بلاکونو دغه قرارداد د ابو سعيد يما پټروليم په نوم د مالګې د پروسېس یوه شرکت ګټلى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/