کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، دغه پېښه د یاد ولایت د مرکز میمنې ښار په کته کم سیمه کې د یوه فولډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د پېښې جسدونه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري بللې ده.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/