کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبر ورکړی، چې فرانسې په افغانستان کې له ماشومانو او مېندو څخه د ملاتړ لپاره ۳.۳ میلیون ډالره ځانګړې کړې.
یاد سازمان ویلي، چې په دې مرستې سره به ۶۰ زره ماشومان او مېندې مغذي خواړه ترلاسه کړي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۱۵ زرو زده کوونکو سره به هم د خوړو مرسته وشي.
د فرانسې په بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو چارو مشرې سالینا ګرنه کاتالانو ویلي، په افغانستان کې له درې پر څلورمې برخې زیاتې کورنۍ د مغذي خوړو په برابرولو کې بې وسه دي.
نوموړې زیاته کړې چې فرانسه به پر خوارځواکۍ له اخته کسانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
په ورته مهال د خوړو نړيوال پروګرام يادونه کړې چې سږ کال دا سازمان د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ۲ ميليونو ښځو او ماشومانو ته د مغذي خوړو په برابرولو کې پاتې راغلى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/