معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۱۵ نور ټانکرونه بېرته ایران ته واستول شول

فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۱۵ نور ټانکرونه بېرته ایران ته واستول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۱۵ ټانکره هغه تیل، چې د سټنډرډ ملي ادارې یې تېل بې کېفیته ثابت کړي وو، بیرته ګاونډي هېواد ایران ته ولېږل شول.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته دې باکېفیته توکي وارد کړي او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي، کنه په خبره یې چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس