معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د بې کېفیته تېلو ۲۴ ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول

فراه کې د بې کېفیته تېلو ۲۴ ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ټانکرونه د فراه له ابو نصر فراهي بندر څخه د بې کېفیته تېلو واردولو له امله واپس شوي دي.
دغه ټانکرونو کې وارد شوي تېل نن د سټنډرډ ملي ادارې له خوا بېرته مسترد شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي هېچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې هېواد ته بې کېفيته توکي وارد کړي.
تر دې وړاندې هم له ایران څخه د بې کېفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس