معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د سړک غاړې ناچاودي ماین پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

فراه کې د سړک غاړې ناچاودي ماین پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار محمد اسماعیل زاهد ویلي، بندر ته پر لار د سړک غاړې ماین چاودنې دوه کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د زاهد په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د یادو کسانو بار موټر لپاره فراه ته روان و او د سړک غاړې ماین ته برابر شو.

نوموړی زیاتوي، چې ماین له پخوا څخه پاتې و.

د تېرو څو لسیزو جګړو له امله افغانستان کې ناچاودو توکي ځای پرځای شوي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ – ژوبلې اوښتې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس