کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې قزاقستان د اسـ.ـلامي امـ.ـارت نوم د هغو سازمانونو له لېسته ووېست، چې په دغه هېواد کې یې فعالیتونه منع دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقایف د دغه کار لامل له اوسني افغان حکومت سره د اقتصادي اړیکو پراختیا یاد کړی دی.
د نړیوالو چارو شنونکي دا چاره د افغان حکومت د ډیپلوماسۍ بریالیتوب بولي او زیاتوي، چې تمه شته د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هم ډېر ژر ورته اقدامات وکړي.
د قزاقستان ولسمشر دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې کولی شي اسـ.ـلامي امـ.ـارت د منع شویو سازمانونو له لېسته وباسي.
د افغان حکومت ویاند د قزاقستان د دغه اقدام هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/