معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان د افغانستان له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ غوښتنه کړې

قزاقستان د افغانستان له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قزاقستان ویلي، غواړي چې له افغانستان سره د سوداګريیزو اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره هم سوداګري راکړه – ورکړه وکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قناعت تومیاش پرون ویلي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګريزو اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړي، چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شي.
د منځنۍ آسیا هېوادونه سره له دې چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا هڅه کوي.
په وروستیو ورځو کې د ازبکستان، پاکستان او افغان چارواکو د ازبکستان او پاکستان د ریل لارو د نښلېدو لپاره په افغانستان کې د ریل لارې د جوړېدو په اړه هم موافقه وکړله.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس