معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان د افغان – ټرانس پروژې د پرمختګ لپاره هلې – ځلې کوي

قزاقستان د افغان – ټرانس پروژې د پرمختګ لپاره هلې – ځلې کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قزاقستان ټرانسپورت وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ریل لارو د ملي شرکت رییس دامیر کوژاخامیتوف پاکستان ته سفر کړی، څو د افغان – ټرانس پروژې د پرمختګ لپاره د ټرانسپورت او لوژستیکي شرکتونو سره خبرې وکړي.

قزاقستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلي، چې دوی پاکستان او نورې خواوې د دې پروژې ملاتړ ته وهڅوي، څو د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د نښلولو پروژه چټکه شي.

یاده پروژه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د مخکني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوې وه، چې له مخې یې باید د افغانستان له لارې د اورګاډي ترانزیټي لاره جوړه شي.

کارپوهان باور لري، چې که دغه پروژه عملي شي، نو نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره به اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس