معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې جوړیږي

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۵ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري د افغانستان له سرپرست حکومت او یو شمیر نورو افغانانو سره د خبرو په موخه قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.
د اعلامیې له مخې دوی به تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې پر دې سفر بوخت وي.
د اعلامیې په خبره، دې سفر کې به توماس وېسټ او رینا امیري د سرپرست حکومت له استازو او یو شمېر نورو افغانانو سره وګوري.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به امریکایي ډیپلوماتانو خبرې د افغانستان پر اوسني بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتي مسایلو ورټولې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس