کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د قطر د یوې پټې سرچېنې له قوله راپور ورکړی، چې قطر د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره اسراییلو او حـ ـماس ته د اوربند د وروستۍ مسوده سپارلې ده.
ویل کیږي چې دغه مسوده د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړې شوې، خو دا لا څرګنده نه ده چې د دې مسودې جوړوونکي څوک دي؟
په همدې تړاو، سپینې ماڼۍ ویلي چې د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستي ګامونه ارزولي دي.
بل لور راپورونه ښيي چې اسراییلو هغه پلان تصویب کړی، چې له مخې به یې خپل پوځیان په بشپړ ډول له غزې وباسي.
دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې د موساد مشر تېره ورځ په همدې تړاو خبرو لپاره قطر ته تللی دی.
د یادونې وړ ده چې اوربند خبرې هغه وخت جدي شوې کله چې اسراییلو په غزه کې د خپلې ناکامۍ نښې ولیدې او د جګړې پای ته رسولو لپاره د لارو په لټه شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/