معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر وایي، له افغانانو سره د مرستو لپاره پر یو میکانیزم کار کوي

قطر وایي، له افغانانو سره د مرستو لپاره پر یو میکانیزم کار کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړیوالو همکاريو لپاره د قطر له وزیرې لولو الخاطر سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست د قطر او افغانستان پر اړیکو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي او الخاطر یې د سوري زړونو ماشومانو تداوي، د زراعت په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو، دیپلوماتانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زده کړو او د لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرستې کولو ته هڅولې.
په دغې لیدنه کې مېرمن الخاطر ویلي چې روغتیا، زده‌کړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نورو بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن دي او کوښښ کوي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پیل کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس