کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هېواد یې له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پیلوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، قطر سبا سه شنبه دمشق کې خپله سیاسي استازولۍ به بېرته فعاله کړي.
د سرچینې په وینا خلیفه عبدالله المحمود الشریف سوریه کې د دې هېواد سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمدالانصاري ویلي، سوریه کې د خپل سفارت د پرانېستلو د پړاوونو د بشپړولو په موخه یې ډيپلوماټیک پلاوی دمشق ته استولی دی.
د یادونې ده، چې تر قطر وړاندې ترکیې هم له ۱۳ کلن ځنډ وروسته سوریه کې خپلې سفارتي چارې بېرته له سره پیل کړې.
قطر په ۲۰۱۱ کال کې له سوریې سره خپلې ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې وې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/