معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر کې سبا او بل سبا سرپرست افغان حکومت له امریکایي لوري سره خبرو ته کېني

قطر کې سبا او بل سبا سرپرست افغان حکومت له امریکایي لوري سره خبرو ته کېني

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د راپورونو پر بنسټ، تمه ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې امریکایي پلاوی د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره سبا او بل سبا خبرو ته کېني.
د راپورونو له مخې د قطر دغه غونډه کې به د سرپرست افغان حکومت پلاوی له امریکايي لوري سره د باور جوړونې پر اقداماتو خبرې وکړي.
د امریکایي پلاوي مشري به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکایي پلاوی به د سرپرست حکومت له استازو سره د افغانستان اړوندو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړي.
قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر وايي، دغه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي، چې په کې به د دواړو خواو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وشي.
نوموړی وايي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې اقتصادي ثبات، د نشه یي توکو مخنیوی، د بانکي زېرمو خلاصون او یو لړ نور د اعتماد جوړونې اقدامات شامل وي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس