معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لبناني چارواکو اسراییلو ته له خپلې خاورې د وتلو خبرداری ورکړی

لبناني چارواکو اسراییلو ته له خپلې خاورې د وتلو خبرداری ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان د پارلمان یو شمېر غړو اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې صهیونستي ځواکونه باید ژر تر ژره د لبنان خاوره پرېږدي.

د دوی په وینا، لبنان کې د اسراییلي پوځیانو شتون د اشغال په معنا دی او د دې حالت دوام به دوی ته نور د منلو نه وي.

په ورته وخت کې د لبنان پوځ اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونه به د ځایي وخت له مخې نن یکشنبه د “اللیطاني” سیند له جنوبي سیمو څخه په شا شي.

د لبنان پوځ زیاته کړې، چې د دغو سیمو امنیت به لبناني ځواکونه په لاس کې واخلي او د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی به وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس