معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / لسګونه افراطي یهودیانو پر الاقصی جومات یرغل کړی

لسګونه افراطي یهودیانو پر الاقصی جومات یرغل کړی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: په اشغال شوي قدس کې د یهودي مېشتو ښارګوټو لسګونه افراطي یهودیانو پر الاقصی جومات یرغل ور وړی.
په اشغال شوي قدس کې د اسلامي اوقافو ادارې خبر ورکړی، چې د یهودي مېشت ښارګوټو لسګونه اوسېدونکي د الاقصی جومات ننوتي او د دغه جومات سپکاوی یې کړی دی.
د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا ویلي، چې دغه افراطي یهودیان د قدس د المغاربه له دروازې د اسراییلي صهیونیسټي رژیم د ملېشې په مرسته الاقصی ته ننوتلي او هلته یې پارونکې کړنې تر سره کړي دي.
د اسراییلي ملېشې په مرسته الاقصی جومات ته د یهودیانو ننوتل او د دغه سپیڅلي ځای سپکاوی اوس نژدې په ورځینۍ چاره بدل شوی دی.
اسرییلي رژیم د دې لپاره چې دغه جومات د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ د وخت او مکان له مخې ووېشي، دغسې احساسات پارونکي کارونه کوي.
د قدس ښار د اسلامي اوقافو اداره چې د اردن د اوقافو وزارت پورې تړاو لري د یهوديانو دا چاره غندلې او د دغو حرکاتو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس