معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د تېرې شپې اورښت او ږلۍ مالي زیانونه اړولي

لغمان کې د تېرې شپې اورښت او ږلۍ مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولینو ويلي، چې د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې د تېرې شپې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه آوښتي دي.
د خبر پر بنسټ، د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند ګلارام سیمه کې د بارانونو او سیلابونو له امله د یوې مېرمنې په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي او ۲۵ کورونه یې ویجاړ شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د الینګار ولسوالۍ په ګمبه، د مرکز په ګلارام اوحکیم اباد سیمو کې ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د سېلابونو راوتو له امله له منځه تللې او فصل یې خراب شوی دی.
بل لور ته د یادو سیمو اوسیدونکي وایي، چې د ځمکې د له منځه تلو ترڅنګ د تګ – راتګ لارې هم د سېلابونو له امله خرابې شوي، چې تلل – راتلل پرې له امله ستونزمن شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس